بهرنیو چارو وزارت: ایران دې افغانانو سره د وروستي ناوړه چلند عاملین تعقیب کړي
بهرنیو چارو وزارت په یو اعلامیه کې ویلي، ایران کې وروستیو پېښو چې د یاد هېواد امنیتي چارواکو له خوا له یو شمېر افغان کډوالو سره د ناوړه چلند ښکارندویي کوي په کلکو غندلی دی. اعلامیه کې ویل شوې، دغه ډول ناوړه چلند د افغان حکومت ژوره اندېښنه راپارولې او دغه راز متعصبې ډلې هڅه کوي چې له دغه ډول پېښو څخه په استفادې سره د دو…
2024-08-10 00:00 81۱ دقیقې لوستل
بهرنیو چارو وزارت په یو اعلامیه کې ویلي، ایران کې وروستیو پېښو چې د یاد هېواد امنیتي چارواکو له خوا له یو شمېر افغان کډوالو سره د ناوړه چلند ښکارندویي کوي په کلکو غندلی دی.
اعلامیه کې ویل شوې، دغه ډول ناوړه چلند د افغان حکومت ژوره اندېښنه راپارولې او دغه راز متعصبې ډلې هڅه کوي چې له دغه ډول پېښو څخه په استفادې سره د دواړو هېوادونو مثبتې اړیکې متأثره کړي.
اعلامیه کې له ایران هېواد څخه غوښتل شوې چې افغانانو سره د وروستي ناوړه چلند عاملین تعقیب کړي او اجازه دې نه ورکوي چې د افغانانو د حقونو نقض دې د افغان ولس د خپګان لامل شي.
لیکوال/اېډېټر:
Khatera Akbari

Khatera Akbariخاطره اکبري افغانه خبرياله ده. هغه اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د سياسي، ټولنیزو او ورځنيو موضوعاتو په اړه راپورونه ليکي.