بهرنیو چارو وزارت د قزاقستان له هغې پرېکړې هرکلی کړی چې د سرپرست حکومت مشران یې له تور لیست ویستلي دي
بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د قزاقستان جمهوريت د ولسمشر قاسم ژومارت توکايف د هغې پرېکړې هر کلی کړی چې د افغان «طالبانو» نوم يې د قزاقستان د ممنوعه ډلو له ليست څخه ویستی دی. ورته مهال یاد وزارت دغه گام د اسلامي‌امارت په تړاو د قزاقستان د درک په برخه کې يو مهم پرمختگ او د دوه اړخيزو اړيکو د…
2024-06-04 01:08 46۱ دقیقې لوستل
بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د قزاقستان جمهوريت د ولسمشر قاسم ژومارت توکايف د هغې پرېکړې هر کلی کړی چې د افغان «طالبانو» نوم يې د قزاقستان د ممنوعه ډلو له ليست څخه ویستی دی.
ورته مهال یاد وزارت دغه گام د اسلاميامارت په تړاو د قزاقستان د درک په برخه کې يو مهم پرمختگ او د دوه اړخيزو اړيکو د کچې لوړولو په برخه کې د يوه خنډ لرې کېدل گڼلي دي.
خبرپاڼه کې راغلي، قزاقستان په سيمه کې د افغانستان مهم سوداگريز او ټرانزيټي شريک دی او دغه پرېکړه به دوه اړخيزو اړيکو کې پرمختگ او لا زياتو اقتصادي همکاريو ته لار پرانيزي چې د دواړو هېوادونو په گټه به وي.
لیکوال/اېډېټر:
Khatera Akbari

Khatera Akbariخاطره اکبري افغانه خبرياله ده. هغه اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د سياسي، ټولنیزو او ورځنيو موضوعاتو په اړه راپورونه ليکي.