د بې پولي ډاکټرانو سازمان اعلان کړی چې د افغانستان شمال کې یې له زلزله ځپليو سره د مرستې په موخه خپل روغتيايي ټيمونه استولې دي.
ياد سازمان زياته کړې، د هغه خلکو چې کورونه يې زلزله کې نړيدلي، پاکو اوبو ته لاسرسی نلري، د ساري ناروغيو له خطر او روغتايي خدماتو ته لاسرسی نلري.
سرچينې زياته کړې، روغتيايي ټيمونه به یې په لرې پرتو سيمو کې روغتيايي خدماتو ته دوام ورکړي
د هېواد شمال کې څو ورځې وړاندې د ريختر په کچه ۶.۳ درجې زلزله وشوه چې پکې ۲۷ تنه مړه، لسګونه ټپيان او د ډېرو خلکو د استوګنې کورونه هم ړنګ شول.




