کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

تخار کې د زر مینځلو د ځای لوېدلو پېښه کې یو کاریګر خپل ژوند له لاسه ورکړی

تخار کې د زر مینځلو د یوه ځای نړېدلو پېښه کې درې تنه کارکوونکي بند پاتې و چې دوه تنه یې ژغورل شوي او یو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د تخار ولایت د رسنیو دفتر خبر ورکړی چې دغه پېښه د یاد ولایت د ګلکفان ولسوالۍ په "سنجتک" سیمه کې را منځته شوې ده چې دغه درې تنه کاریګر په کنده ویستلو بوخت و. خبر پاڼه کې راغلي دوه تنه ژغو…

2025-03-05 20:54 210۱ دقیقې لوستل
تخار کې د زر مینځلو د ځای لوېدلو پېښه کې یو کاریګر خپل ژوند له لاسه ورکړی

تخار کې د زر مینځلو د یوه ځای نړېدلو پېښه کې درې تنه کارکوونکي بند پاتې و چې دوه تنه یې ژغورل شوي او یو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د تخار ولایت د رسنیو دفتر خبر ورکړی چې دغه پېښه د یاد ولایت د ګلکفان ولسوالۍ په "سنجتک" سیمه کې را منځته شوې ده چې دغه درې تنه کاریګر په کنده ویستلو بوخت و.

خبر پاڼه کې راغلي دوه تنه ژغورل شوي کاریګر د تخار ولایت د امنیه قومندانۍ او د یادې سیمې د اوسېدونکې په هڅو ژغورل شوي او یو هغه یې مړ دی.

د سرچینې په حواله د تخار د ګلکفان ولسوالۍ په ګډون په ځینو نورو سیمو کې خلک په دودیز ډول د سرو زرو کانونه کیندي خو د خوندیتوب اسانتیاو او معیارې تجهیزاتو نشوالي د کان کیندونکو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.

د یادونې وړ ده چې په تېرو وختونو کې هم په یاد ولایت کې دغه ډول پېښې رامنځته شوي چې انساني تلفات یې لرلي دي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب