کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

تخار کې يو کس د حرامې غوښې پلورلو په تور نیول شوی

تخار کې یو کس د حرامې غوښې د پلورلو په تور نیول شوی.   د تخار د عامې روغتیا ریاست مسؤولان په دغه ولایت کې د مړو شوو چرګانو د غوښې د پلور په تور د یو کس د نیولو خبر ورکوي. د تخار د عامې روغتیا ریاست د چاپیریالي روغتیا برخې عمومي مسؤل ډاکټر سلطان محمد احمدي نن دوشنبه «د اکتوبر ۲۳مه» ویلي چې په تالقان ښار…

2023-10-23 01:07 134۱ دقیقې لوستل
تخار کې يو کس د حرامې غوښې پلورلو په تور نیول شوی

تخار کې یو کس د حرامې غوښې د پلورلو په تور نیول شوی.

 

د تخار د عامې روغتیا ریاست مسؤولان په دغه ولایت کې د مړو شوو چرګانو د غوښې د پلور په تور د یو کس د نیولو خبر ورکوي.

د تخار د عامې روغتیا ریاست د چاپیریالي روغتیا برخې عمومي مسؤل ډاکټر سلطان محمد احمدي نن دوشنبه «د اکتوبر ۲۳مه» ویلي چې په تالقان ښار کې یې د چرګانو د خرڅلاو د څارنې پرمهال یو تن هټیوال له ۵۰۰ مردارو شوو چرګانو سره نیولی دی او دوکان یې ورته مهرلاک کړی دی.

د ښاغلي احمدي په وینا، یاد کس په یو شمېر چرګان پلورونکو او هوټلدارانو ناروغ او مړه چرګان پلورل چې د عامې روغتیا ریاست د چاپېریال ساتنې د څارنې د ټیم له خوا له پېژندلو وروسته ونیول شو.

د مسؤولانو په خبره، د یاد کس قضیه یې عدلي او قضایي ارګانونو ته د څیړلو په موخه لیږلې ده.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب