په تخار ولایت کې پولیسو هغه کس ازاد کړی چې له څلورو کلونو راهیسې خپل پلار د کور په يوه تياره خونه کې بندي ساتلی و.
د کورنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې ازاد شوی کس ۳۵ کاله عمر لري او د تخار ولايت د قلبرس د «تجار» سيمې اوسېدونکی دی.
خبر پاڼه کې راغلي چې د عبدالحکیم په نوم دغه کس له خپل پلار سره د ځمکې په سر دعوه لرله.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، پوليسو عبدالحکيم په داسې حالت کې وموند چې په يوه تياره خونه کې په زنځېرونو تړل شوی و.
د هغه رواني وضعیت ناسم ښودلی شوی او اوسمهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
د یادونې ده چې واک ته د سرپرست حکومت تر رسېدو وروسته، نږدې لس کسان له کورنیو زندانونو خوشې شوي دي.




