کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

تخار کې یو تن د خپلې میرمنې د وژلو په تور نیول شوی

د تخار امنیه قومندانۍ خبر ورکړی چې د یاد ولایت په ینګي قلعه ولسوالۍ کې یې یو تن د خپلې میرمنې د وژلو په تور نیولی دی. د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ د مطبوعاتو او عامه اړیکو د دفتر مسوول قاري ذبیح الله حکیمي رسنیو ته ویلي چې تېره شپه ددغه ولایت د ینګي قلعه ولسوالۍ په مخل ګذر کلي یوه اوسېدونکي خپله میرمن د چره ییز ټوپک پو…

2025-04-04 20:15 40۱ دقیقې لوستل
تخار کې یو تن د خپلې میرمنې د وژلو په تور نیول شوی

د تخار امنیه قومندانۍ خبر ورکړی چې د یاد ولایت په ینګي قلعه ولسوالۍ کې یې یو تن د خپلې میرمنې د وژلو په تور نیولی دی.

د یاد ولایت د امنیه قومندانۍ د مطبوعاتو او عامه اړیکو د دفتر مسوول قاري ذبیح الله حکیمي رسنیو ته ویلي چې تېره شپه ددغه ولایت د ینګي قلعه ولسوالۍ په مخل ګذر کلي یوه اوسېدونکي خپله میرمن د چره ییز ټوپک پواسطه وروسته له لفظي شخړې څخه وژلې ده.

د حکیمي په وینا تورن کس د تخار د امنیه قومندانۍ د منسوبینو لخوا نه نیول شوی دی.

ویل کېږي چې تر دې مهاله د پېښې علت نه دی مالوم شوی خو په اړه یې څېړنې روانې دي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب