کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ترکیه: هیچاته اجازه نه ورکوو، چې زموږ خاوره د سرپرست حکومت پر ضد وکاروي

په کابل کې د ترکیې سفیر وايي، هېواد به یې هیچاته اجازه ورنه کړي چې د دوی په خاوره کې د اسلامي امارت خلاف سیاسي او پوځي حرکتونه وکړي. نوموړي د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره په کتنه کې ویلي، چې هېواد له افغانستان څخه ملاتړ ته چمتو دی. په همدې حال کې سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ترکیې له دغه دریځ ملاتړ کړی او ویلي…

2024-01-18 19:58 67۱ دقیقې لوستل
ترکیه: هیچاته اجازه نه ورکوو، چې زموږ خاوره د سرپرست حکومت پر ضد وکاروي

په کابل کې د ترکیې سفیر وايي، هېواد به یې هیچاته اجازه ورنه کړي چې د دوی په خاوره کې د اسلامي امارت خلاف سیاسي او پوځي حرکتونه وکړي.

نوموړي د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره په کتنه کې ویلي، چې هېواد له افغانستان څخه ملاتړ ته چمتو دی.

په همدې حال کې سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ترکیې له دغه دریځ ملاتړ کړی او ویلي یې دي، چې اوس مهال په هېواد کې ټولو ته د ارام ژوند زمینه برابره شوې.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپانه کې راغلي ، جنک اونا ویلي، ترکي سوداګر چمتو دي چې په افغانستان کې د کانونو، برېښنا او کرنې په برخو کې پانګونه وکړي او دغه راز ترکیه د پوهنې او لوړو زده کړو په برخه کې له افغانستان سره همکاري ته چمتو ده.

سیاسي مرستیال نوموړي ته ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت د ټولو پانګوالو لپاره اسانتیاوې رامنځته کړې دي.

د ترکیې سفیر دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې اوس مهال په دغه هېواد کې د پخواني حکومت یو شمېر لوړ پوړي چارواکي او سیاسون وخت ناوخت ناستې کوي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب