کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ترکیه کې اورلګیدنه؛ ګڼ شمېر خلکو خپل کورونه پرېښي

د ترکي رسنیو د راپور له مخې، د ازمیر او چاناککل په ښارونو کې د پنجشنبې په ورځ پیل شوې اورلګېدنه له درېیو ورځو تېرېدو وروسته لا هم دوام لري. راوپونه وایي، پر دغو ښارونو سربېره د ترکيې د اووه نورو ښارونو ځنګلونه کې هم اور لګېدلی دي. د پرله پسې درېیمې ورځې د ترکیې د اضطراري سازمان (AFAD) ځواکونه د لسګونو اور وژونکو الوتکو…

2024-08-16 22:51 68۱ دقیقې لوستل
ترکیه کې اورلګیدنه؛ ګڼ شمېر خلکو خپل کورونه پرېښي

د ترکي رسنیو د راپور له مخې، د ازمیر او چاناککل په ښارونو کې د پنجشنبې په ورځ پیل شوې اورلګېدنه له درېیو ورځو تېرېدو وروسته لا هم دوام لري.

راوپونه وایي، پر دغو ښارونو سربېره د ترکيې د اووه نورو ښارونو ځنګلونه کې هم اور لګېدلی دي.

د پرله پسې درېیمې ورځې د ترکیې د اضطراري سازمان (AFAD) ځواکونه د لسګونو اور وژونکو الوتکو، سلګونو موټرو او د زرګونو اور وژنې پرسونل په کارولو سره د اور وژني هڅې دوام لري.

د معلوماتو له مخې، دې اورلګېدنې د ميران ولسوالي يو شمېر اوسېدونکي اړ کړي چې د اور د خپرېدو له امله د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي او داسې راپورونه هم خپاره شوي چې ګڼ کورونه يې سوځولي دي. 

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کالونو کې د ترکیې په ځینو ښارونو کې د ځنګلونو د اور لګېدو لامل شوی چې کارپوهان یې د "اقلیم بدلون" له امله بولي.

لیکوال/اېډېټر: Khatera Akbari
Khatera Akbari
Khatera Akbari

خاطره اکبري افغانه خبرياله ده. هغه اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د سياسي، ټولنیزو او ورځنيو موضوعاتو په اړه راپورونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب