فلای دوبۍ هوايي شرکت له څه باندې دوه کاله ځنډ وروسته، یو وار بیا کابل ته خپلې الوتنې پیل کړې.
یاد شرکت واک ته د سرپرست حکومت تر رسېدو وروسته خپلې الوتنې ځنډولې وې، چې نن چهارشنبه (د لړم ۲۴مه) یې بېرته پیل کړې.
دغه شرکت به هره اوونۍ دوه الوتنې له کبله څخه نورو هېوادونو او له نورو هېوادونو څخه کابل ته کوي.
په همدې حال کې د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې دا پروازونه د دغه معاونیت او
د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د پرلهپسې هڅو په پایله کې پیل شوې دي.
یاد معاونیت دغه راز لیکلي، چې کابل ته د فلای دوبۍ پروازونو پيل ښيي، چې د افغانستان فضاء د هر ډول پروازونو لپاره خوندي او عادي حالت ته راګرځېدلې.
دا په داسې حال کې ده، چې د نوي سرپرست حکومت په راتګ سره هېواد ته ډېری بهرنيو هوايي شرکتونو خپل پروازونه ځنډولي وو.
څه موده وړاندې د بلخ او جدې ترمنځ هم الوتنې بېرته پیل شوې.
تر اوږده ځنډ وروسته؛ فلای دوبۍ کابل ته بېرته خپلې الوتنې پیل کړې
فلای دوبۍ هوايي شرکت له څه باندې دوه کاله ځنډ وروسته، یو وار بیا کابل ته خپلې الوتنې پیل کړې.یاد شرکت واک ته د سرپرست حکومت تر رسېدو وروسته خپلې الوتنې ځنډولې وې، چې نن چهارشنبه (د لړم ۲۴مه) یې بېرته پیل کړې. دغه شرکت به هره اوونۍ دوه الوتنې له کبله څخه نورو هېوادونو او له نورو هېوادونو څخه کابل ته کوي.په همدې حال…




