کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

تورخم دروازه سبا د مسافرو د تګ ـ راتګ پر مخ خلاصېږي

تورخم دوازه چې تېره ورځ ناوخته د سوداګریزو موټرو پرمخ له ۲۵ ورځو بندښت وروسته بېرته خلاصه شوه، سبا جمعه به د مسافرو د تګ- راتګ په موخه هم پرانستل شي.  تورخم کې د سرپرست حکومت کمیسار ویلي، دغه لاره د د دوه اړخیزې سوداګرۍ لپاره پرانېستل شوې او سبا د جمعې په ورځ به مسافرو ته هم د راتګ اجازه ورکړل شي.  دغه لاره ۲…

2025-03-19 20:51 102۲ دقیقې لوستل
تورخم دروازه سبا د مسافرو د تګ ـ راتګ پر مخ خلاصېږي

تورخم دوازه چې تېره ورځ ناوخته د سوداګریزو موټرو پرمخ له ۲۵ ورځو بندښت وروسته بېرته خلاصه شوه، سبا جمعه به د مسافرو د تګ- راتګ په موخه هم پرانستل شي.

 تورخم کې د سرپرست حکومت کمیسار ویلي، دغه لاره د د دوه اړخیزې سوداګرۍ لپاره پرانېستل شوې او سبا د جمعې په ورځ به مسافرو ته هم د راتګ اجازه ورکړل شي.

 دغه لاره ۲۵ ورځې وړاندې هغه مهال د هر ډول تګ - راتګ پر مخ وتړل شوه چې له افغانستان لوري د پوستې جوړولو سره پاکستاني ځواکونو مخالفت وښود او د دواړو لوریو ترمنځ نښتې وشوې.

پر تورخم دروازه له تېرو ۲۵ ورځو راهیسې د هر ډول سوداګرۍ او پلي تګ - راتګ بند و چې پرون ناوخته پاکستاني چارواکو اعلان وکړ چې یاده لاره یې د دوه اړخیزې سوداګرۍ لپاره پرانېستې او ډیر ژر به پلی تګ‌ ـ‌‌ راتګ هم پیل شي.

تورخم د افغانستان او پاکستان ترمنځ مهم سرحدي بندر دی چې ننګرهار ولایت کې موقعیت لري.

یاد بندر د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، مسافرت او ترانزیت ستره لاره ده چې د افغانستان له لوري، تورخم کابل ته نږدې تر ټولو مهمه دروازه ګڼل کېږي، او له همدې کبله وخت ناوخت د سیاسي او امنیتي ستونزو له امله بندېږي.

لیکوال/اېډېټر: Khatera Akbari
Khatera Akbari
Khatera Akbari

خاطره اکبري افغانه خبرياله ده. هغه اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د سياسي، ټولنیزو او ورځنيو موضوعاتو په اړه راپورونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب