کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

تورخم کې له مېوو ډک لسګونه موټرو ته تر اوسه د اوښتلو اجازه نه ده ورکړل شوې

تورخم دروازه کې له مېوو ډک لسګونه موټرو ته تر اوسه اجازه نه ده ورکړل شوې، چې له دروازې تېر او پاکستان ته لاړ شي. دروازه کې ځايي پاکستاني مسوولان وايي، چې موټرو د اوښتلو د اجازې د نه ورکولو علت د سکېنر ماشين خرابوالی دی. دوی زياتوي، هڅه کوي چې ژر تر ژره د موټرو د سکېن ماشين فعال او تر چېک وروسته ورته د اوښتلو اجازه ورکړ…

2023-09-16 01:08 84۲ دقیقې لوستل
تورخم کې له مېوو ډک لسګونه موټرو ته تر اوسه د اوښتلو اجازه نه ده ورکړل شوې

تورخم دروازه کې له مېوو ډک لسګونه موټرو ته تر اوسه اجازه نه ده ورکړل شوې، چې له دروازې تېر او پاکستان ته لاړ شي.

دروازه کې ځايي پاکستاني مسوولان وايي، چې موټرو د اوښتلو د اجازې د نه ورکولو علت د سکېنر ماشين خرابوالی دی.

دوی زياتوي، هڅه کوي چې ژر تر ژره د موټرو د سکېن ماشين فعال او تر چېک وروسته ورته د اوښتلو اجازه ورکړي.

تورخم کې بند پاتې موټر چلوونکي وايي، چې مېوې يې د خرابېدو په حال کې دي او که ژر تر ژره اجازه ورنکړل نه شي؛ نو لا ډېر تاوان به وکړي.

د وحيدالله په نوم موټر چلوونکی، چې له تېرو څلور ورځو راهیسې له مېوې بار موټر تورخم کې بند پاتې افغان پرېس ته وايي: «دروازه خلاصه ده د اوښتلو کوم مشکل نشته؛ خو د پاکستان والوو سکېنر ماشين خراب ده. تر اوسه د همغه د جوړېدو په تمه يو.»

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت څو ورځې وړاندې په يوه اعلاميه کې تور پورې کړی وو، چې د پاکستان حکومت هر کال د افغانستان د مېوو د رسېدو په فصل کې لاره بندوي.

دوی پاکستاني لوري ته يادونه کړې وه، چې د تجارت پر وړاندې د ستونزو پيداکول د دواړو هېوادونو په زيان دي

تورخم دروازه تر لس ورځني ځنډ وروسته د جمعې ورځ (د سپتمبر ۱۵مه) بېرته پرانېستل شوه. د دې دروازې د بندېدو له افغان تجارانو ته لسګونه ميليونه افغانۍ زيان اوښتی.

ځايي چارواکي وايي چې د دروزاې د خلاصېدو په لومړۍ ورځ لس زره کسانو په دروزاه دواړو غاړو ته تګ راتګ کړی دی. تېره ورځ پاکستاني لوري افغانانو ته په تذکره هم خپل هېواد ته د تګ اجاره ورکړه.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب