تورخم کې ۵۰۰۰ تازه راغلو کډوالو ته لنډمهالی کمپ جوړ شو
باختر آژانس پر خپله اکس پاڼه د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو پر اساس ليکلي، تورخم ښارګوټي کې د نويو راغلو کډوالو لپاره د اوسېدنې کمپ جوړ شوی.
سرچینې د کډوالو چارو سرپرست وزير خليل الرحمن حقاني له قوله لیکلي، په دغه کمپ کې به د اوس لپاره ۵۰۰۰ کډوال مېشت وي او د ژوند ټولې اسانتياوې به ورته برابرې شي.
د ده په خبره تر دا مهاله د تورخم په لاره تر ۱۵۰ زرو کډوال هېواد ته راغلي دي.
د پاکستان حکومت اعلان کړی و چې په دغه هېواد کې مېشت غیر قانوني کډوال دې له دغه هېواده ووځي.
دوی یوه مياشت وخت ورکړی و، چې نېټه يې پرون سه شنبه پای ته ورسېده.
بلخوا پښتون سیاستوال خوشحال کاکړ د پاکستان له اوسني موقت لومړي وزير انورالحق کاکړ غوښتي، چې له افغانانو سره دې له اوسني کېدونکي چلند لاس واخلي.
هغه همداراز ويلي، پاکستان افغانان د وسيلې په توګه استعمالوي.
تازه په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت په خپله اکس پاڼه ليکلي، پاکستانی لوری په مختلفو بهانو د افغانانو استاد څيرې کوي او بانکي اکونټونه يې بلاک کوي.
دوی همداراز په پاکستاني لوري غږ کړی، چې د کډوالو له اجباري اېستلو دې لاس واخلي او وخت دې ورکړي، چې کډوال په خپله خوښه ووځي.
افغان سفارت د پاکستان له لوري له افغان کډوالو سره اوسنی وضعیت د دواړو لورو په زيان بللی




