کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

تېره اوونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې نږدې ۹۰ زره ټنه انتقالات ترسره شوي دي

اوسپنې پټلۍ ملي ادارې پر خپله اېکس پاڼه ليکلي دي، چې تېره اوونۍ يې د هېواد د بندرونو لارې ۸۷ زره او ۴۴۵ ټنه انتقالات ترسره کړي دي. د سرچينې په خبره دغه انتقالات يې ۷۰ زره او ۸۸۳ ټنه د حيرتان بندر له لارې، ۶ زره او ۵۵۲ ټنه د اقينې اوسپنې پټلۍ له لارې او يو زر او لس ټنه بيا د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې ترسره شوي دي. د…

2024-03-25 04:37 377۱ دقیقې لوستل
تېره اوونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې نږدې ۹۰ زره ټنه انتقالات ترسره شوي دي

اوسپنې پټلۍ ملي ادارې پر خپله اېکس پاڼه ليکلي دي، چې تېره اوونۍ يې د هېواد د بندرونو لارې ۸۷ زره او ۴۴۵ ټنه انتقالات ترسره کړي دي.

د سرچينې په خبره دغه انتقالات يې ۷۰ زره او ۸۸۳ ټنه د حيرتان بندر له لارې، ۶ زره او ۵۵۲ ټنه د اقينې اوسپنې پټلۍ له لارې او يو زر او لس ټنه بيا د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې ترسره شوي دي.

د سرچيني په خبره په دغه انتقالاتو کې ټول نفتي او غیر نفتي توکي او نور هغه مواد شامل دي چې هېواد ته وارد شوي او يا هم صادر شوي دي.

د يادې ادارې په خبره د انتقالاتو له ډلې يې بیا ۶۱۱ ټنه ټرانزیټي انتقالات دي چې پکې وچه مېوه، کینو او د انارو جوس شامل دي.

سرچينه وايي، هڅه کوي چې د انتقالاتو لپاره لا ډېره زمينه برابره او سوداګرو ته هم اړينې اسانتياوو چمتو کړي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب