کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

تېره اوونۍ د ریل پټلۍ له لارې څه د پاسه ۱۶۳ زره مټریکه ټنه انتقالات شوي

خبریال: فرمان الله زبیرزی  د ټولګټو وزارت خبر ورکړی، چې تېره اوونۍ د ریل پټلۍ له لارې ۱۶۳ زره او ۴۳۷ مټریکه ټنه انتقلات ترسره شوي دي. د ټولګټو وزارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، دې انتقلاتو کې د حیرتان بندر له لارې ۱۱۷ زره او ۲۱۳ ټنه، اقچې بندر له لارې ۱۳ زره او ۲۰۴ ټنه، د تور غونډۍ بندر ۱۸ زره او۱۸۳۲ ټنه او د خوف ـ ه…

2025-12-16 04:14 159۱ دقیقې لوستل
تېره اوونۍ د ریل پټلۍ له لارې څه د پاسه ۱۶۳ زره مټریکه ټنه انتقالات شوي

خبریال: فرمان الله زبیرزی 

د ټولګټو وزارت خبر ورکړی، چې تېره اوونۍ د ریل پټلۍ له لارې ۱۶۳ زره او ۴۳۷ مټریکه ټنه انتقلات ترسره شوي دي.

د ټولګټو وزارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، دې انتقلاتو کې د حیرتان بندر له لارې ۱۱۷ زره او ۲۱۳ ټنه، اقچې بندر له لارې ۱۳ زره او ۲۰۴ ټنه، د تور غونډۍ بندر ۱۸ زره او۱۸۳۲ ټنه او د خوف ـ هرات له لارې ۱۴ زره او ۸۲ ټنه، چې په مجموعي ډول ۱۶۳ زره او ۴۳۷ مټریک ټنه کېږي  نفتي، غیرې نفتي او نور مواد هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د یاد وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس ویلي، ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا ډېرو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي او د ملي عوايدو د زياتوالي په موخه د ريل پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لیږد-رالیږد بهیر روان او چټک وساتي.

 د حق شناس پر وینا، هر څومره، چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات‏ ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب