کابل (کوه نور، ۲۷ عقرب ۱۴۰۴): د ټولګټو وزارت خبر ورکړی، چې د تېرې یوې اوونۍ په موده کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۳۵ زره او ۴۹۴ مټریک ټنه انتقالات ترسره شوي دي.
د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې دا انتقالات د روان ۱۴۰۴ هـ ش کال د عقرب له ۱۶-۲۲مې نېټې پورې، د اورګاډي له بېلابېلو بندرونو څخه ترسره شوي دي.
حق شناس لیکلي، دې اتنقالاتو کې له حیرتان بندره ۹۸ زره او ۲۲۵ متریک ټنه، له آقینې بندره ۱۲ زره او ۵۹۵ ټنه، له تورغونډۍ بندره ۱۵ زره او ۳۴۱ ټنه، د خواف–هرات بندر له لارې نهه زره او ۳۳ ټنه واردات او صادرات ترسره شوي، چې په مجموعي توګه ۱۳۵ زره او ۴۹۴ ټنو ته رسېږي.
حق شناس زیاته کړې، چې په دې وارداتو او صادراتو کې تېل، غیر تېلي توکي او نور تجارتي مالونه شامل دي.
د نوموړي پر وینا، همداراز، د صادراتو برخه کې ۵۸۸ ټنه تجارتي توکي صادر شوي، چې ډېره برخه یې وچه میوه او د انارو جوس وو.
د ټولګټو وزارت ویاند وړاندې لیکلي، چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د وارداتو او صادراتو زیاتوالی د کار زمینې برابروي، ملي ګټې لوړوي او هېواد اقتصادي ثبات، پرمختګ او ځانبساینې ته نږدې کوي.




