کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

تېره اوونۍ کې د ریل پټلۍ له لارې له ۱۴۷ زره مټریک ټنو ډېر انتقالات ترسره شوي

کابل (کوه نور، ۳ لیندۍ ۱۴۰۴): د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د لړم له ۲۳مې تر ۲۹مې پورې، د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې په مجموعي توګه ۱۴۷ زره او ۱۹۴ متریک ټنه توکي انتقال ترسره شوي دي. د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، د دې انتقالاتو له جملې د حیرتان بندر له لارې ۱۰۴ زره او ۳۱۳ مټریک ټنه، د…

2025-11-24 02:01 129۲ دقیقې لوستل
تېره اوونۍ کې د ریل پټلۍ له لارې له ۱۴۷ زره مټریک ټنو ډېر انتقالات ترسره شوي

کابل (کوه نور، ۳ لیندۍ ۱۴۰۴): د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د لړم له ۲۳مې تر ۲۹مې پورې، د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې په مجموعي توګه ۱۴۷ زره او ۱۹۴ متریک ټنه توکي انتقال ترسره شوي دي.

د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، د دې انتقالاتو له جملې د حیرتان بندر له لارې ۱۰۴ زره او ۳۱۳ مټریک ټنه، د آقینې بندر له لارې اته زره او ۳۹۶ مټریک ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۱۵ زره او ۳۲۸ مټریک ټنه او د خواف ـ هرات بندر له لارې ۱۹ زره او ۱۵۷ مټریک ټنه انتقالات ترسره شوي دي.

حق شناس لیکلي، دا ټول انتقالات د تېلو، غیر تېلي توکو او نورو تجارتي موادو واردات او صادرات تشکیلوي.

د نوموړي پر وینا، د دې انتقالاتو یوه برخه صادرات دي، چې په تېره اوونۍ کې ۳۲۷ متریک ټنه سوداګریز توکي صادر شوي، چې زیاتره یې د انارو جوس دي، چې له هېواده بهر صادر شوي دي.

هغه وړاندې لیکلي، هر څومره، چې د اورګاډي له لارې واردات او صادرات ډېر شي، همغومره د کار زمینې ډېرېږي، ملي ګټې لوړېږي او هېواد د اقتصادي ثبات، پرمختګ او ځان‌بسیا پر لور حرکت کوي.

محمد اشرف حق شناس زیاته کړې، د ټولګټو وزارت هڅه کوي، چې سوداګرو ته د انتقالاتو لپاره آسان شرایط برابر کړي، د اوسپنې پټلۍ له لارې د سوداګزیزو توکو د لېږد چټک، دوامدار او اغېزناک سیستم رامنځته کړي او د ملي ګټو په ډېرېدو کې مهم رول ولوبوي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب