د احصايې او مالوماتو ملي ادارې په خپله اکس پاڼه ليکلي، تېره مياشت د هوا او ځمکې له لارې افغانستان ته ۲زره او ۹۷۰ بهرني سیلانیانو تګ راتګ کړی.
د دغې ادارې د مالوماتو له مخې په همدې مياشت کې ۱۵۵۱ تنه هېواد ته راغلي چې ۱۹ تنه پکې ښځې دي.
بلخوا بیا ۱۴۱۹ تنه د ۱۹ ښځو په ګډون له هېواده وتلي.
وايي، سیلانیان د نيمروز له بندره، د هرات هوايي ميدان او تورخم بندر له لارې هېواد ته راغلي.
دغه اداره ياد ارقام داسې مهال اعلانوي چې، تر دې وړاندې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په ټول هېواد کې سیلانیانو ته د اسانتياوو د برابرولو خبره کړې وه.
څو ورځې وړاندې د دغه وزارت سرپرست په هلمند کې د بست کلا څخه ليدنه کړې وه او د هغې د بيا رغولو خبر يې ورکړی وو.
د ده په خبره، د مشرتابه له حکم سره سم په ټول هېواد کې هغه تاريخی ابدې چې د نړېدو له ګواښ سره مخ دي بېرته رغوي.




