د افغانستان اوسپنې پټلۍ ملي ادارې پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، په تېره حمل مياشت کې يې د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارو ۳۵۲ زره او ۹۴۰ مټريک ټنه انتقالات ترسره کړي دي.
د سرچينې په خبره له دغو انتقالاتو يې ۲۶۸ زره او ۹۳۶ ټنه د حيرتان اوسپنې پټلۍ له لارې، ۳۹ زره او ۷۰۳ ټنه د اقينې د اوسپنې پټلۍ له لارې، ۴۳ زره او ۱۱ ټنه د تورغونډۍ بندر له لارې، ۱۲۹۰ ټنه د خواف _ هرات د اوسپنې پټلۍ له لارې ترسره شوي دي.
سرچينه زياتوي، په دغه انتقالاتو کې نفتي او غیر نفتي توکي، معدني ډبرې او نور توکي شامل دي هېواد ته وارد او همداراز له هېواده نورو هېوادونو ته صادر شوي دي.
د سرچينې په خبره د يادو انتقالاتو له جملې يې ۵ زره او ۹۲۹ مټريک ټنه صادرات دي چې پکې د انارو جوس او معدني ډبرې دي.
يادې ادارې ويلي، هڅه کوي ترڅو د سوداګرو لپاره د لا ډېرو انتقالاتو زمينه برابره او اړين سهولتونه ورته چمتو کړي.




