کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

تېره مياشت کې د ۹۳.۵ میلیونو ډالرو په ارزښت صادرات شوي

د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي، د هېواد په کچه یې د تېرې میاشت د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول او تحليل کړي دي چې د دې ارقامو له مخې په ياده مياشت کې د هېواد په کچه د صادراتو ټول ارزښت ۹۳.۵ ميليون ډالر او د وارداتو ټول ارزښت ۹۴۷.۵ ميليونو ډالرو ته رسېږي. دا په داسې حال کې ده چې د ۱۴۰۳ کال په غبرګولي مياشت ک…

2024-08-20 04:26 106۱ دقیقې لوستل
تېره مياشت کې د ۹۳.۵ میلیونو ډالرو په ارزښت صادرات شوي

د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي، د هېواد په کچه یې د تېرې میاشت د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول او تحليل کړي دي چې د دې ارقامو له مخې په ياده مياشت کې د هېواد په کچه د صادراتو ټول ارزښت ۹۳.۵ ميليون ډالر او د وارداتو ټول ارزښت ۹۴۷.۵ ميليونو ډالرو ته رسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د ۱۴۰۳ کال په غبرګولي مياشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۹۳.۳ میلیونو ډالرو ته رسیده.

دیادې ادارې ارقام ښيي چې د ۱۴۰۳ کال په چنګاښ میاشت کې تر ټولو زيات صادرات پاکستان، هند او عربي متحده اماراتو ته او تر ټولو زیات واردات بیا له ایران، چین او پاکستان هېوادونو څخه ترسره شوي دي.

لیکوال/اېډېټر: Khatera Akbari
Khatera Akbari
Khatera Akbari

خاطره اکبري افغانه خبرياله ده. هغه اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د سياسي، ټولنیزو او ورځنيو موضوعاتو په اړه راپورونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب