کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

تېره میاشت دوه زره بهرنیو وګړو افغانستان ته تګ ‌ راتګ کړی

د ‎احصايې او معلوماتو ملي ادارې د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې هېواد ته د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې د دوه زره او ۳۵۰ بهرنيو وګړو تګ - راتګ ثبت کړی دی. د احصایي او معلوماتو ملې ادارې ویاند محمد حلیم رفع وایي، د روان کال په لړم میاشت کې د ۵۰ ښځینه‌وو په ګډون ۱۲۸۶ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۲۳ ښځی…

2024-11-23 22:17 47۱ دقیقې لوستل
تېره میاشت دوه زره بهرنیو وګړو افغانستان ته تګ ‌ راتګ کړی

د ‎احصايې او معلوماتو ملي ادارې د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې هېواد ته د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې د دوه زره او ۳۵۰ بهرنيو وګړو تګ - راتګ ثبت کړی دی.

د احصایي او معلوماتو ملې ادارې ویاند محمد حلیم رفع وایي، د روان کال په لړم میاشت کې د ۵۰ ښځینه‌وو په ګډون ۱۲۸۶ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۲۳ ښځینه‌وو په ګډون ۱۰۶۴ نور له هېواد څخه وتلي دي.

د دغه ادارې د معلوماتو له مخې د ثبت شوي ارقام ښایې چې ۱۲۳۸ کسان له ځمکنیو بندرونو او ۴۸ تنه نور د هوا له لارې هېواد ته راغلي چې له دې ډلې یې ۲۲۴  تنه د هېواد د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې او پاتې نور یې د کار په موخه راغلي دي.

د دې ادارې د ثبت شویو ارقامو له مخې تر ټولو زیات بهرني وګړي د ‎نیمزور، د ‎هرات هوايي ډګر او بندرونو، د تورخم او حیرتان بندرونو او د بلخ هوايي ډګر له لارې هېواد ته راغلي او وتلي دي.

لیکوال/اېډېټر: Khatera Akbari
Khatera Akbari
Khatera Akbari

خاطره اکبري افغانه خبرياله ده. هغه اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د سياسي، ټولنیزو او ورځنيو موضوعاتو په اړه راپورونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب