کابل (کوه نور، ۴ لیندۍ ۱۴۰۴) د روان ۱۴۰۴ هـ.ش کال د عقرب له پیله تر پایه پورې، د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې د ۵۹۶ زره او ۷۹۷ مټریک ټنه توکو انتقالات ترسره شوي دي.
د ټولګټو وزارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، په دې انتقالاتو کې یوازې د حیرتان بندر له لارې ۴۲۶ زره او ۴۵۱ مټریک ټنه توکي انتقال شوي، چې ډېری یې وچې مېوې او د انارو جوس دي.
سرچینې وړاندې لیکلي، څومره، چې د اوسپنې پټلۍ له لارې صادرات او واردات ډېرېږي، همغومره د خلکو لپاره د کار زمینه برابرېږي، ملي ګټې لوړېږي او هېواد د اقتصادي ثبات، پرمختګ او ځانبساینې پر لور روانېږي.
خبر پاڼه کې راغلي، د ټولګټو وزارت هڅه کوي، چې د سوداګرو لپاره د انتقالاتو مناسب شرایط او لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي؛ ترڅو دا بهیر چټک، دوامدار او اغېزمن وي.




