کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

تېره میاشت د هېواد ۱۰ ولایتونو کې ۳۷ زره جریبه ځمکه دولتي ثبت شوې

کابل (کوه نور، ۱۹ اسد ۱۴۰۴): عدلیې وزارت خبر ورکړی چې، تېره یوه میاشت کې د ځمکو د غصب څخه د مخنیوي کمېټې په فاریاب، جوزجان، دایکندي، غور، خوست، لوګر، نیمروز، سرپل، ارزګان او میدان وردګ ولایتونو کې له ۳۷ زره جریبه ډېره ځمکه دولتي ثبت، له بیا کتنې او تاید وروسته لاسته راغلې او اړوندو ادارو ته سپارل شوې ده. دې وزارت پرون…

2025-08-11 00:54 137۱ دقیقې لوستل
تېره میاشت د هېواد ۱۰ ولایتونو کې ۳۷ زره جریبه ځمکه دولتي ثبت شوې

کابل (کوه نور، ۱۹ اسد ۱۴۰۴): عدلیې وزارت خبر ورکړی چې، تېره یوه میاشت کې د ځمکو د غصب څخه د مخنیوي کمېټې په فاریاب، جوزجان، دایکندي، غور، خوست، لوګر، نیمروز، سرپل، ارزګان او میدان وردګ ولایتونو کې له ۳۷ زره جریبه ډېره ځمکه دولتي ثبت، له بیا کتنې او تاید وروسته لاسته راغلې او اړوندو ادارو ته سپارل شوې ده.

دې وزارت پرون ورځ "یکشنبه، د اسد ۱۹مه" په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي، تېره یوه میاشت کې تر ټولو ډېره ځمکه چې له پنځه زره او ۸۷۷ جریبو ډېره ښودل شوې لوګر کې ثبت شوې ده.

اعلامیه کې راغلي، یاده موده کې د هېواد په ۱۸ ولایتونو کې د ځمکو د غصب څخه د مخنیوي کمېټو له یو میلیون او یو لک ۸۰ زره جریبو څخه ډېره ځمکه دولتي ثبت کړې ده.

همدارنګه دې کمېټو د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې له یو میلیون، ۳۲۱ زره او ۷۵۲ جریبو څخه د ډېرې ځمکې بیا کتنه ترسره کړې ده.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب