کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

تېره میاشت له پاکستان څخه څه باندې ۱۸ زره افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) وايي، د روان کال په جنورۍ میاشت کې له پاکستانه ۱۸زره ۳۰۰ افغانان هېواد ته راستانه شوي دي. دغه سازمان په یوه راپور کې زیاته کړې، له دغو کسانو څخه شاوخوا زر تنه په جبري ډول افغانستان ته استول شوي چې په اسلام اباد او راولپنډۍ کې نیول شوي وو. د دغې راپور له مخې له ۸۰۰…

2025-02-07 19:38 51۱ دقیقې لوستل
تېره میاشت له پاکستان څخه څه باندې ۱۸ زره افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) وايي، د روان کال په جنورۍ میاشت کې له پاکستانه ۱۸زره ۳۰۰ افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه سازمان په یوه راپور کې زیاته کړې، له دغو کسانو څخه شاوخوا زر تنه په جبري ډول افغانستان ته استول شوي چې په اسلام اباد او راولپنډۍ کې نیول شوي وو.

د دغې راپور له مخې له ۸۰۰ څخه لږ راستنیدونکي ښځې او ماشومان دي چې بېلابېل اسناد لري.

 ورته مهال یاده کمیشنرۍ وايي، دا شمېره د تېر کال (۲۰۲۴) په پرتله دوه برابره شوې ده.

لیکوال/اېډېټر: Khatera Akbari
Khatera Akbari
Khatera Akbari

خاطره اکبري افغانه خبرياله ده. هغه اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د سياسي، ټولنیزو او ورځنيو موضوعاتو په اړه راپورونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب