کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

تېره میاشت نږدې ۱۴۴ زره الکترونیکي تذکرې وېشل شوې دي

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د روان ۱۴۰۳ کال په لړم میاشت کې د ټول هېواد په کچه د الکترونیکي تذکرو او آسان خدمت ۷۹ وېش څانګو له لارې ۱۴۳ زره او ۸۰۳ الکترونیکي تذکرې وېشلې دي. د دې ادارې د الکترونیکي تذکرو خدمتونو ریاست د معلوماتو له مخې، د روان کال په لړم میاشت کې د وېشل شویو تذکرو تر ټولو ډېرې په ‎کابل ولایت کې…

2024-11-26 01:27 71۱ دقیقې لوستل
تېره میاشت نږدې ۱۴۴ زره الکترونیکي تذکرې وېشل شوې دي

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د روان ۱۴۰۳ کال په لړم میاشت کې د ټول هېواد په کچه د الکترونیکي تذکرو او آسان خدمت ۷۹ وېش څانګو له لارې ۱۴۳ زره او ۸۰۳ الکترونیکي تذکرې وېشلې دي.

د دې ادارې د الکترونیکي تذکرو خدمتونو ریاست د معلوماتو له مخې، د روان کال په لړم میاشت کې د وېشل شویو تذکرو تر ټولو ډېرې په ‎کابل ولایت کې ۴۳ زره او ۳۹۹، په ‎ننګرهار کې ۱۰ زره او ۸۹۴، په کندهار کې ۹ زره  او ۶۵۶، بلخ کې ۷ زره او ۴۴۹ او ‎هرات ولایت کې ۷ زره او ۴۳ الکترونیکي تذکرې وېشل شوې دي.

له بل لوري په یاده میاشت کې د ټول هېواد په کچه ۸ زره او ۹۲۶ نورو کسانو ته د الکترونیکي تذکرو له وېش وروسته خدمتونه هم وړاندې شوي دي.

لیکوال/اېډېټر: Khatera Akbari
Khatera Akbari
Khatera Akbari

خاطره اکبري افغانه خبرياله ده. هغه اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د سياسي، ټولنیزو او ورځنيو موضوعاتو په اړه راپورونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب