کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

تېره میاشت هېواد ته څه‌باندې ۲۶۰۰ بهرنیو وګړو تګ ـ راتګ کړی

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د دوه زره او ۶۴۲ بهرنيو وګړو تګ - راتګ ثبت کړی دی. د معلوماتو له مخې، ثبت شوي ارقام ښیي چې د روان کال په چنګاښ میاشت کې د ۳۷ ښځینه‌وو په ګډون ۱۵۰۱ بهرني وګړي افغانستان ته راغلي او د ۲۷ ښځینه‌وو په ګډ…

2024-07-29 03:18 95۲ دقیقې لوستل
تېره میاشت هېواد ته څه‌باندې ۲۶۰۰ بهرنیو وګړو تګ ـ راتګ کړی

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د دوه زره او ۶۴۲ بهرنيو وګړو تګ - راتګ ثبت کړی دی.

د معلوماتو له مخې، ثبت شوي ارقام ښیي چې د روان کال په چنګاښ میاشت کې د ۳۷ ښځینه‌وو په ګډون ۱۵۰۱ بهرني وګړي افغانستان ته راغلي او د ۲۷ ښځینه‌وو په ګډون، ۱۱۴۱ نور له هېواده وتلي دي.

ورته مهال د یادې ادارې ویاند محمد حلیم رفع وایي، ۱۴۴۳ کسان له ځمکنیو بندرونو او ۴۱ تنه نور د هوا له لارې هېواد ته راغلي دي چې له دې ډلې یې ۲۳۴ تنه د هېواد د لرغونو او تاریخي ځایونو د لېدنې او پاتې نور یې د کار په موخه راغلي دي.

د دې ادارې د ثبت شویو ارقامو پر بنسټ، ترټولو زیات بهرني وګړي د نیمزور ولایت، تورخم او حیرتان بندرونو او د کابل نړۍوال هوايي ډګر له لارې هېواد ته راغلي او وتلي دي.

د يادونې وړ ده چې د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو رياست د نورو کړنو او فعالیتونو ترڅنګ هېواد ته د هوايي ډګرونو او رسمي بندرونو له لارې د بهرنيو وګړو د تګ - راتګ ثبتولو اړوند خدمتونو مسوليت هم پر غاړه لري.

لیکوال/اېډېټر: Khatera Akbari
Khatera Akbari
Khatera Akbari

خاطره اکبري افغانه خبرياله ده. هغه اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د سياسي، ټولنیزو او ورځنيو موضوعاتو په اړه راپورونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب