احصایې او معلوماتو ملي ادارې د روان ۱۴۰۳ کال په لیندۍ میاشت کې د ټول هېواد په کچه د الکترونیکي تذکرو او آسان خدمت ۷۳ وېش څانګو له لارې ۱۵۰ زره او ۳۰۰ هېوادوالو ته الکترونیکي تذکرې وېشلې دي.
د دې ادارې د الکترونیکي تذکرو خدمتونو ریاست د معلوماتو له مخې د روان کال په لیندۍ میاشت کې د وېشل شویو تذکرو تر ټولو ډېرې په کابل ولایت کې ۵۴ زره او ۱۱۸، په کندهار کې ۱۱ زره او ۷۹۳، په بلخ کې ۶ زره او ۹۸۱، بغلان کې ۶ زره او ۸۱۶ او هلمند ولایت کې ۶ زره او ۳۸۱ الکترونیکي تذکرې وېشل شوې دي.
دغه راز د یادې ملي ادارې ویاند محمد حلیم رفع وایي، یاده میاشت کې د ټول هېواد په کچه ۱۱ زره او ۷۷۲ نورو کسانو ته د الکترونیکي تذکرو له وېش وروسته خدمتونه هم وړاندې شوي دي.




