کابل (کوه نور، ۷ جدي ۱۴۰۴): تېره ورځ د هېواد له بېلابېلو لارو په جبري ډول له ۵۰۰ ډېرې کورنۍ راستنې شوې او ورته اړینې اسانتیاوې برابرې شوې دي.
د حکومت مرستیال ویاند، حمدالله فطرت ویلي، د دې کورنیو شمېر په مجموعي توګه ۵۵۶ ته رسېږي، چې درې زره او ۱۲۴ کسان پکې شامل دي.
فطرت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، یادې راستنې شوې کورنۍ، چې د طورخم له لارې هېواد ته راغلې، ټول غړي یې د ثبت او بایومټریک له پروسې تېر شوي دي.
هغه لیکلي، د یاد شمېر راستنو شویو کورنۍ له ډلې ۳۸۴ کورنۍ، چې په مجموعي توګه دوه زره ۱۸۲ غړي جوړوي ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې او یادو کورنیو ته ۱۸ میلیونه، ۶۸ زره او ۲۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکول شوې ده.
د حکومت ویاند زیاته کړې، د دې کورنیو له ډلې د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۴۰ کورنیو سره درې میلیونه، ۶۷۶ زره افغانۍ نغدي مرسته هم شوې ده.
سرچینې ویلي، هېواد ته بیرته د دې راستنو شویو کورنیو غړو ته ۶۴۶ عدده سیمکارتونه، چې وړیا انټرنټ او دقیقې یې لرلې ورکول شوي دي.
حمدالله فطرت همداراز زیاته کړې، د کندهار د سپین بولدګ له لارې ۷۷ کورنۍ، چې ۴۰۴ غړي یې درلودل هېواد ته راستنې شوې، چې ورسره د مالي کمېټې له لورې ۳۰۰ او ۳۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د فطرت په ټکو، هېواد ته د راستنېدونکو کورنیو له ډلې د هلمند له لارې ۳۰ کورنۍ، چې ۱۰۷ کسان یې لرل هېواد ته راغلي، چې له ډلې یې ۲۳ کورنۍ او ۱۰۱ کسان په خوندي توګه د هلمند مرکز لشکرګا ته لېږل شوي او ورته ۵۰۰ او ۵۰ زره افغانۍ کرایه هم ورکول شوې او همدارنګه ورسره ۸۲ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې ده.
د حکومت د ویاند د مالوماتو له مخې، د نیمروز ولایت د ورېښمو تنګي له لارې پنځه کورنۍ، چې د غړو شمېر یې ۲۵ تنه و، هېواد ته راستنې شوې، ثبت شوې او له ډلې یې له درې کورنیو سره ۲۸ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې ده.




