کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

تېره ورځ هېواد ته له ګاونډيو هېوادونو څخه څه باندې ۶۰۰ کډوالې کورنۍ راستنې شوې

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې تېره ورځ له ايران او پاکستان څخه هېواد ته ۶۲۶ کډوالې کورنۍ راستنې شوي دي. دغه کمېسیون په يوه خبر پاڼه کې لیکلي، يادې کډوالې کورنۍ د اسلام کلا، سپین بولدک، ورېښمو پله، تورخم او بهرامچې له لارې راستنې شوې دي. همدې حال کې بیا د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ مشر ع…

2026-02-22 05:17 96۱ دقیقې لوستل
تېره ورځ هېواد ته له ګاونډيو هېوادونو څخه څه باندې ۶۰۰ کډوالې کورنۍ راستنې شوې

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې تېره ورځ له ايران او پاکستان څخه هېواد ته ۶۲۶ کډوالې کورنۍ راستنې شوي دي.

دغه کمېسیون په يوه خبر پاڼه کې لیکلي، يادې کډوالې کورنۍ د اسلام کلا، سپین بولدک، ورېښمو پله، تورخم او بهرامچې له لارې راستنې شوې دي.

همدې حال کې بیا د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ مشر عرفات جمال ويلي، د ۲۰۲۳ کال اکټوبر راهيسې تراوسه ۵.۴ ميليونه تنه کډوال افغانستان ته راغلي، چې ډېری يې له ايران او پاکستان څخه راستانه شوي دي.

ورته مهال بیا حکومت د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې کډوالو ته د ځمکو وېش هم پيل کړی دی.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب