کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

تېره ورځ هېواد ته څه باندې زر کډوالې کورنۍ راستنې شوې

 د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون په يوه خبر پاڼه کې ليکلي، تېره ورځ له ګاونډيو هېوادونو څخه هېواد ته يو زر او ۱۰۳ کډوالې کورنۍ راستنې شوې. سرچينې ليکلي، دغه کورنۍ د تورخم، سپين بولدک، اسلام کلا، بهرامچې او ورېښمو پله له لارې راستنې شوې دي. خبر پاڼه زياتوي، دوه ورځې وړاندې هم له ۷۰۰ څخه ډېرې کورنۍ راستنې ش…

2026-02-21 01:39 72۱ دقیقې لوستل
تېره ورځ هېواد ته څه باندې زر کډوالې کورنۍ راستنې شوې

 د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون په يوه خبر پاڼه کې ليکلي، تېره ورځ له ګاونډيو هېوادونو څخه هېواد ته يو زر او ۱۰۳ کډوالې کورنۍ راستنې شوې.

سرچينې ليکلي، دغه کورنۍ د تورخم، سپين بولدک، اسلام کلا، بهرامچې او ورېښمو پله له لارې راستنې شوې دي.

خبر پاڼه زياتوي، دوه ورځې وړاندې هم له ۷۰۰ څخه ډېرې کورنۍ راستنې شوې وې.

ورته‌ مهال بيا ملګرو ملتونو ويلي، تېر کال له ګاونډيو هېوادونو څخه ۲.۸ ميليونه کډوال راغلي چې ډېری هغه یې له ايران او پاکستان څخه راستانه شوي دي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب