د راپورنو له مخې، تېره ورځ هېواد د بېلابېلو لارو ۱۰۸ کډوالې کورنۍ راستنې شوې دي.
د يادو کورونو له ډلې يې ۱۶ د تورخم، ۱۹ د سپين بولدک، ۳۱ د نيمروز، او ۴۲ د اسلام کلا له لارې راغلي دي.
سرچينې ويلي، ۱۵۰ راستنو شويو کډوالو ته يې سیمکارتونه ويشلي او دغه راز يې ۱۱ کډوالې کورنۍ خپلو سیمو ته استولي دي.
ورته مهال بیا حکومت ويلي، د کډوالو لپاره يې نهه ولايتونو کې د ښارګوټو لپاره ځمکې ځانګړې کړي دي.
د يادونې ده چې په دې وروستيو کې له ايران او پاکستان څخه سلګونه زره کډوالو په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شوي دي.




