کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

تېره ورځ هېواد ته ۳۸۰ کډوالې کورنۍ راستنې شوې

 د حکومت مرستيال وياند حمدالله فطرت پر اېکس ليکلي، تېره ورځ له ګاونډيو هېوادونو څخه افغانستان ته ۳۸۰ کډوالې کورنۍ راستنې شوې. هغه زياتوي، د غه کورنيو له ډلې یې، ۳۱۵ د تورخم، ۱۴ د بهرامچې، ۱۵ د اسلام، ۱۳ د ورېښمو پله او ۲۴ کورنۍ د کندهار سپين بولدک له لارې راغلي دي‌. دوه ورځې وړاندې هم نږدې ۴۰۰ کډوالې کورنۍ هې…

2026-01-21 00:50 90۱ دقیقې لوستل
تېره ورځ هېواد ته ۳۸۰ کډوالې کورنۍ راستنې شوې

 د حکومت مرستيال وياند حمدالله فطرت پر اېکس ليکلي، تېره ورځ له ګاونډيو هېوادونو څخه افغانستان ته ۳۸۰ کډوالې کورنۍ راستنې شوې.

هغه زياتوي، د غه کورنيو له ډلې یې، ۳۱۵ د تورخم، ۱۴ د بهرامچې، ۱۵ د اسلام، ۱۳ د ورېښمو پله او ۲۴ کورنۍ د کندهار سپين بولدک له لارې راغلي دي‌.

دوه ورځې وړاندې هم نږدې ۴۰۰ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې وې.

همدې حال کې بيا په کور دننه د کډوالو لپاره د ځمکو وېش هم پيل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو ويلي، تېر کال له ايران او پاکستان څخه ۲.۸ ميليونه افغان کډوال راستانه شوي او دغه لړۍ لا هم روانه ده.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب