کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

تېره ورځ څه باندې ۱۰۰۰ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ويلي، تېره ورځ له ايران او پاکستان څخه په جبري توګه او خپله خوښه ۱۰۶۳ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي. سرچينې ويلي، ۷۹۰ کورنۍ د تورخم له لارې، ۳۰ کورنۍ د اسلام کلا له لارې، ۱۸۵ کورنۍ د کندهار سپين بولدک له لارې، او ۵۸ کورنۍ د هلمند بهرامچې له لارې هېواد ته راستنې شوې دي. له ايران ا…

2025-12-20 06:50 138۱ دقیقې لوستل
تېره ورځ څه باندې ۱۰۰۰ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ويلي، تېره ورځ له ايران او پاکستان څخه په جبري توګه او خپله خوښه ۱۰۶۳ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

سرچينې ويلي، ۷۹۰ کورنۍ د تورخم له لارې، ۳۰ کورنۍ د اسلام کلا له لارې، ۱۸۵ کورنۍ د کندهار سپين بولدک له لارې، او ۵۸ کورنۍ د هلمند بهرامچې له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.

له ايران او پاکستان څخه لا هم د کډوالو د اېستلو لړۍ دوام لري.

همدې حال کې بيا د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري ويلي، هره ورځ له ايران او پاکستان څخه نږدې ۷۰۰۰ تنه افغانان خپل هېواد ته راځي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب