کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

تېره یوه اونۍ کې یوازې د تورخم له لارې هېواد ته ۲۰۰ زره کډوال راستانه شوي

وروسته له هغې چې د پاکستان حکومت «بې اسنادو» افغان کډوالو ته له دغه هيواده د وتلو امر وکړ، په تيرو اتو ورځو کې شاوخوا ۷۱ زره کورنۍ یوازې د تورخم بندر له لارې افغانستان ته راستنې شوي دي. په تورخم کې د افغان پریس خبريال وايي وضعيت له لومړيو ورځو عادی شوی، د سرپناه، خوړو، اوبو او ورته ستونزې څه نا څه حل شوي او…

2023-11-08 03:11 133۱ دقیقې لوستل
تېره یوه اونۍ کې یوازې د تورخم له لارې هېواد ته ۲۰۰ زره کډوال راستانه شوي

وروسته له هغې چې د پاکستان حکومت «بې اسنادو» افغان کډوالو ته له دغه هيواده د وتلو امر وکړ، په تيرو اتو ورځو کې شاوخوا ۷۱ زره کورنۍ یوازې د تورخم بندر له لارې افغانستان ته راستنې شوي دي.

په تورخم کې د افغان پریس خبريال وايي وضعيت له لومړيو ورځو عادی شوی، د سرپناه، خوړو، اوبو او ورته ستونزې څه نا څه حل شوي او ځينې بهرنۍ او داخلي  خيريه مؤسسې يې هم لاسنيوي ته ورغلي دي.

خو بلخوا بیا له پاکستانه راستانه شوي کډوال په تورخم کې د نوم‌ليکنې له ټکني بهيره سر ټکوي، وايي هغه مرستې چې له نوم لیکنې وروسته ورسره کیږي، اړ دي په ورځو - ورځو انتظار ورته تېر کړي.

ځايي سرچينو افغان پریس ته دا هم ويلي چې په تيرو درېيو ورځو کې د ګډوالو د راتګ بهير ورو شوی او خورا کموالی په کې راغلی دی.

په ورته مهال د پاکستان حکومت د اکتوبر په لومړيو کې پريکړه کړې وه چې په څو پړاوونو کې به شاوخوا ۱ اعشاريه ۷ ميليونه کډوال له پاکستانه وباسي، چې اوس یې لومړی پړاو پای ته رسېدلی ښکاري.

لیکوال/اېډېټر: Nazir Ullah
Nazir Ullah
Nazir Ullah

نذیر الله افغان خبریال دی. د ژورنالېزم په ډګر کې درې کلنه تجربه لري او په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې له افغان پرېس سره د خبریال په توګه کار کوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب