کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

تېره یوه میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې نږدې پنځه سوه زره مټریک ټنه توکي انتقال شوي

کابل (کوه نور، ۷ عقرب ۱۴۰۴): تېره یوه میاشت کې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۴۹۳ زره او ۵۰۷ متریک ټنه توکي انتقال شوي دي. د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس ویلي، له دې جملې د حیرتان بندر له لارې ۳۵۱ زره او ۶۸۱ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۲۷ زره او ۲۵۷ ټنه، د تورغنډۍ بندر له لارې ۶۸ زره او ۱۶۵ ټنه او د خواف&nd…

2025-10-28 22:47 194۲ دقیقې لوستل
تېره یوه میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې نږدې پنځه سوه زره مټریک ټنه توکي انتقال شوي

کابل (کوه نور، ۷ عقرب ۱۴۰۴): تېره یوه میاشت کې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۴۹۳ زره او ۵۰۷ متریک ټنه توکي انتقال شوي دي.

د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس ویلي، له دې جملې د حیرتان بندر له لارې ۳۵۱ زره او ۶۸۱ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۲۷ زره او ۲۵۷ ټنه، د تورغنډۍ بندر له لارې ۶۸ زره او ۱۶۵ ټنه او د خواف–هرات له لارې ۴۶ زره او ۴۰۳ ټنه توکي انتقال شوي دي.

حق شناس پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، دا ټول توکي، چې تیل، غیر تیلي مواد او نور تجارتي توکي پکې شامل دي، افغانستان ته وارد او له هېواده صادر شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، دې انتقالاتو کې یوه برخه صادرات او ترانزیت دي، چې تېره میاشت ۹۷۱ متریک ټنه تجارتي توکي صادر شوي، چې ډېری یې وچه مېوه او د انارو جوس وو.

د هغه پر وینا، هرڅومره چې د اورګاډي له لارې صادرات او واردات زیاتېږي، نو همدومره کاري فرصتونه رامنځته کېږي، ملي عواید لوړېږي او هېواد د اقتصادي ثبات، پراختیا او ځان بسیاینې پر لور روانېږي.

د ټولګټو وزارت ویاند وړاندې لیکلي، یاد وزارت هڅه کوي، چې د تجارانو لپاره د انتقالاتو مناسب شرایط برابر کړي او د ملي عوایدو د زیاتوالي په موخه د اورګاډي له لارې د تجارتي توکو د انتقال لړۍ چټکه او دوامداره وساتي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب