کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

تېرو اوو مياشتو کې ۱.۹ ميليونه افغان کډوال له ايران او پاکستان څخه اېستل شوي

کابل (کوه نور ۲۷ سرطان ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر فولکر ترک ويلي، تېرو اوو مياشتو کې له ايران او پاکستان څخه ۱.۹ ميليونه افغان کډوال اېستل شوي دي. نوموړي نن جمعه د (سرطان ۲۷) ويلي، دغه کډوالو کې له ۱.۵ ميلونو ډېر له ايران او څه باندې ۳۰۰ زره له پاکستان څخه اېستل شوي دي. نوموړي همداراز له کوربه هېوادونو څ…

2025-07-18 10:03 254۱ دقیقې لوستل
تېرو اوو مياشتو کې ۱.۹ ميليونه افغان کډوال له ايران او پاکستان څخه اېستل شوي

کابل (کوه نور ۲۷ سرطان ۱۴۰۴):

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر فولکر ترک ويلي، تېرو اوو مياشتو کې له ايران او پاکستان څخه ۱.۹ ميليونه افغان کډوال اېستل شوي دي.

نوموړي نن جمعه د (سرطان ۲۷) ويلي، دغه کډوالو کې له ۱.۵ ميلونو ډېر له ايران او څه باندې ۳۰۰ زره له پاکستان څخه اېستل شوي دي.

نوموړي همداراز له کوربه هېوادونو څخه غوښتي دي چې د کډوالو اېستل دې بند کړي او اجازه دې ورکړي، چې کډوال د نړيوالو قوانينو له مخې په عزتمندانه ډول خپلو هېوادونو ته ستانه شي.

همدې حال کې بيا د ملګرو ملتونو مرستندويه بنسټونو ويلي، افغان کډوال لا ډېرو مرستو ته اړتيا لري.

تازه برېتانيا له افغان کډوالو سره يو ميليارد افغانۍ مرسته اعلان کړه، چې د ملګرو ملتونو د مرستندويه بنسټونو له لوري به پر راستنېدونکو کډوالو ووېشل شي.

دا په داسې حال کې ده چې نن جرمني هم له خپلې خاورې د ۸۱ افغان کډوالو د اېستلو خبر ورکړ.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب