کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

تېرو دريو مياشتو کې له ايران څخه افغانستان ته د ۳۵۰ ميليونه ډالرو په ارزښت غير نفتي توکې وارد شوي دي

د ايراني رسنيو د راپورنو له مخې، د تېر ۱۴۰۲ لمريز کال د کب مياشتې راهيسي د روان کال د ثور مياشت پورې له ايران څخه د ۳۵۰ ميليونه ډالرو په ارزښت غير نفتي توکي افغانستان ته صادر شوي دي.   تهران ټايمز ويلي، دغه صا‌درات د تېرو دوو کلونو په پرتله ۴۱ سلنه ډېروالی ښيي.   د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګري مشر…

2024-06-19 03:32 178۱ دقیقې لوستل
تېرو دريو مياشتو کې له ايران څخه افغانستان ته د ۳۵۰ ميليونه ډالرو په ارزښت غير نفتي توکې وارد شوي دي

د ايراني رسنيو د راپورنو له مخې، د تېر ۱۴۰۲ لمريز کال د کب مياشتې راهيسي د روان کال د ثور مياشت پورې له ايران څخه د ۳۵۰ ميليونه ډالرو په ارزښت غير نفتي توکي افغانستان ته صادر شوي دي.

 

تهران ټايمز ويلي، دغه صا‌درات د تېرو دوو کلونو په پرتله ۴۱ سلنه ډېروالی ښيي.

 

د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګري مشر حسن روستايي ويلي، روان کال افغانستان ته له ایرانه د تېر په پرتله له ۱۰۲ ميلونه ډالرو ډېر غیر نفتي توکي صادر شوي دي.

 

د سرچينې د معلوماتو له مخې، افغانستان ته په صادر شويو توکو کې خوراکي توکي، اوسپنه، پولاد، تازه میوې او ترکاري شامل دي.

 

تهران ټايمز دغه راز ويلي، تېر کال له ايرانه په ټوليز ډول افغانستان ته د ۱.۸ مليارده ډالرو په ارزښت صادرات ترسره شوي دي.

 

د يادونې وړ ده چې د افغانستان ډیری نفتي توکي هم له ايران هېواد څخه راوړول کيږي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب