کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

تېرو درېیو کالونو کې ۷.۸ میلیونه الکترونیکي پېژندپاڼې وېشل شوې

  د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مسوولانو نن په یوه خبري کنفرانس کې وویل، د سرپرست حکومت په واکمنیدو سره یې، ۷.۸ میلیونه الکترونیکي پېژندپاڼې وېشلې دي. د یادې ادارې سرپرست ډاکتر فقیرمحمد زیار وایي، د الکترونکي تذکرو د وېش له پیل څخه تر دې مهاله په ټولیز ډول د وېشل شویو پېژندپاڼو کچه ۱۳ میلیونه او ۸۶۸ زرو ته رسېدلې…

2024-08-06 22:05 139۱ دقیقې لوستل
تېرو درېیو کالونو کې ۷.۸ میلیونه الکترونیکي پېژندپاڼې وېشل شوې

 

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مسوولانو نن په یوه خبري کنفرانس کې وویل، د سرپرست حکومت په واکمنیدو سره یې، ۷.۸ میلیونه الکترونیکي پېژندپاڼې وېشلې دي.

د یادې ادارې سرپرست ډاکتر فقیرمحمد زیار وایي، د الکترونکي تذکرو د وېش له پیل څخه تر دې مهاله په ټولیز ډول د وېشل شویو پېژندپاڼو کچه ۱۳ میلیونه او ۸۶۸ زرو ته رسېدلې ده.

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، تېر کال کې درې میلیونه او ۲۶۵ زره او ۶۰۰ الکترونیکي پېژندپاڼې وېشل شوې چې د مخکیني کال په پرتله ۲۳ سلنه زیاتوالی ښیي.


 زیار وویل، د لا ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه یې  مرکز او ولایتونو کې د اسان خدمت پنځه دفترونه فعال کړي چې څه باندې ۲۰۰ زره کسانو ته یې د برېښنایي پېژندپاڼو، زېږون کارتونو د وېش او نورو برخو کې اړین خدمتونه وړاندې کوي.

دغه راز د یادې ادارې د معلوماتو پر اساس، تېر کال د هېواد په کچه د وګړو سرشمېرنه شوې چې په ترڅ کې یې د افغانستان د وګړو شمېر ۳۵.۸ میلیونه اټکل شوی چې ۱۸.۲ میلیونه یې نارینه او ۱۷.۵ میلیونه یې ښځې دي.

لیکوال/اېډېټر: Khatera Akbari
Khatera Akbari
Khatera Akbari

خاطره اکبري افغانه خبرياله ده. هغه اوسمهال د افغان پرېس خبري اژانس لپاره د سياسي، ټولنیزو او ورځنيو موضوعاتو په اړه راپورونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب