د کندهار ولایت مقام وايي، تېرو دریو ورځو کي له پاکستان څخه ۱۶۰۰ تنه افغانان د سپین بولدک له لارې بیرته خپل هیواد ته راستانه شوي دي.
د کندهار د مهاجرینو ریاست د معلوماتو له مخې، د سپين بولدک له لارې د وږي میاشتي پر ۲۹مه، ۳۰مه او ۳۱مه نېټه ۲۵۰ افغان کورنۍ چي ټول ټال ۱۶۰۰ تنه کیږي بیرته خپل هیواد ته راستانه شول.
د دوی په خبره، دغه ټول کډوال لومړی د سپین بولدک د کډوالو چارو سرحدي آمریت ثبت او راجستر کړل او تر هغه وروسته د مرستو ترلاسه کولو لپاره یوشمېر موسسو ته وروپېژندل شول.
پاکستان کې د افغان کډوالو د نيولو لړۍ له چټکېدو وروسته، افغانستان ته د کورنيو د راتګ بهير یو ځل بيا ګړندی شوی دی.
په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو، زنداني کولو اوربړونې لړۍ وروسته له هغې پيل شوه چې د دې هیواد چارسمبالي لومړي وزیر انوار الحق کاکړ يې امر وکړ.
له دې امر وروسته د سند ایالت کراچۍ ښار او ځينو نورو سيمو کې سلګونه افغان کډوال نيول شوي او ځورول شوي دي.
ټولنيزو رسنيو کې خپرو شويو ويډيوګانو کې ليدل کېږي، چې پوليس په ډېرې بې رحمۍ سره افغان کډوال نيسي او وهي يي.
د پاکستاني پوليسو له لوري نيول شويو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
څو ورځې وړاندې د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت په يوه اعلامیه کې د پاکستان له حکومت غوښتي وو، چې د افغان کډوالو د نيولو لړۍ دې ژر تر ژره بنده کړي.
دوی ويلي وو، پاکستاني پوليس هغه افغانان هم نيسي، چې په دې هېواد کې د اوسېدلو قانوني اسناد په لاس کې لري.
د بهرنيو چارو وزارت سرپرست هم د جمعې په ورځ د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي، اصف دراني او ګډو پلاوي سره د کتنې پر مهال د مهاجرينو د ځورونې او نيولو په اړه خبرې کړې دي.
د معلوماتو له مخې پاکستان، ایران او ترکیې هېوادونو کې شاوخوا ۷ ميليونه افغان کډوال مېشت دي.




