کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

تېرو دوه مياشتو کې د شري ناروغۍ اوه زرې پېښې ثبت شوی

  د روغتيا نړۍوال سازمان وايي، افغانستان کې يې په دوه میاشتو کې د شري ناروغۍ شاوخوا اوه زره پېښې ثبت کړي دي. د دغه سازمان د راپور له مخې، په خوست، بلخ، فراه او سمنګان ولايتونو کې د شري ناروغۍ له امله ۲۹ کسان مړه شوي او نورې ۱۷۹ مشکوکې پېښې ثبت شوي دي. په ثبت شويو ۷ زره پېښو کې یې ۵ زره هغه ماشومان دي چې عمرونه یې…

2024-03-04 01:12 109۱ دقیقې لوستل
تېرو دوه مياشتو کې د شري ناروغۍ اوه زرې پېښې ثبت شوی

 

د روغتيا نړۍوال سازمان وايي، افغانستان کې يې په دوه میاشتو کې د شري ناروغۍ شاوخوا اوه زره پېښې ثبت کړي دي.

د دغه سازمان د راپور له مخې، په خوست، بلخ، فراه او سمنګان ولايتونو کې د شري ناروغۍ له امله ۲۹ کسان مړه شوي او نورې ۱۷۹ مشکوکې پېښې ثبت شوي دي.

په ثبت شويو ۷ زره پېښو کې یې ۵ زره هغه ماشومان دي چې عمرونه یې له پنځه کالونو ښکته دي.

د يادې ناروغۍ د زياتوالي لامل د هوا سړېدل او د محافظتي سهولتونو نشتوالی په ګوته شوی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان تېر ۲۰۲۳ کال کې شاوخوا ۲۵ زره د شري مشکوکو پېښو د ثبت او په دغې ناروغۍ د ۶۴ کسانو مړینه ثبت کړې وه.

لیکوال/اېډېټر: Sumira Sayedi
Sumira Sayedi
Sumira Sayedi

ثمیرا سيدي افغان خبریاله ده او په بېلابېلو مسایلو د افغان پرېس خبري اژانس لپاره خبرونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب