کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

تېرو دوه میاشتو کې هېواد ته پنځه زرو بهرنیو وګړو تګ راتګ کړی

کابل (کوه نور، ۱۱ اسد ۱۴۰۴): د احصایې او مالوماتو ملي ادارې خبر ورکړی چې د روان ۱۴۰۴ کال په تېرو دوه میاشتو کې هېواد ته پنځه زره بهرني سېلانیان راغلي دي. دغه ادارې ویلي، دا سېلانیان چې په مجموعي توګه پنځه زره او ۱۹۶ تنه کېږي د روان لمریز کال په جوزا او سرطان میاشتو کې د هوایې ډګرونو او ځمکنیو بندرونو له لارې یې هېواد ت…

2025-08-02 02:35 139۲ دقیقې لوستل
تېرو دوه میاشتو کې هېواد ته پنځه زرو بهرنیو وګړو تګ راتګ کړی

کابل (کوه نور، ۱۱ اسد ۱۴۰۴): د احصایې او مالوماتو ملي ادارې خبر ورکړی چې د روان ۱۴۰۴ کال په تېرو دوه میاشتو کې هېواد ته پنځه زره بهرني سېلانیان راغلي دي.

دغه ادارې ویلي، دا سېلانیان چې په مجموعي توګه پنځه زره او ۱۹۶ تنه کېږي د روان لمریز کال په جوزا او سرطان میاشتو کې د هوایې ډګرونو او ځمکنیو بندرونو له لارې یې هېواد ته تګ-راتګ کړی دی.

خبرپاڼه کې راغلي، یاده موده کې ۱۴۱ ښځینه او دوه زره او ۹۰۱ نارینه سېلانیان هېواد ته راغلي او همدارنګه ۶۷ ښځینه او دوه زره او ۲۹۵ نارینه له هېواده تللي دي.

د سرچینې د مالوماتو په اساس د یاد شمېر سېلانیانو له ډلې  دوه زره ۸۵۵ تنه د ځمکنیو بندرونو له لارې او ۴۶ نور د هوایې ډګرونو له لارې هېواد ته راغلي دي.

د احصایې او مالوماتو ملي ادارې ویلي، د دغه سېلانیانو له ډلې ۴۶۷ کسانو د هېواد له تاریخي او لرغونو سیمو لیدنه کړې او پاتې نور یې د کار او تحصیل په موخه راغلي دي.

دغه ادارې وړاندې لیکلي، په ذکر شوو سېلانیانو کې تر ټولو ډېر ۱۸۴۹ وګړي د نیمروز بندر له لارې او ورپسې ۴۷۰ تنه د هرات له بندرونو او هوایې ډګرونو او نوره برخه وګړي د تورخم، حیرتان، د فاریاب اقینې او بدخشان د اشکاشم بندرونو له لارې هېواد ته راغلي دي.

د یادونې وړ ده چې تېر  ۱۴۰۳ کال کې هم هېواد ته له ۳۴ زرو ډېرو بهرنیو وګړو تګ-راتګ کړی وو.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب