تېرو دوو ورځو کې په غزني، لغمان، هرات او بلخ ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله اته کسان مړه شوي او ۱۹ نور ټپيان دي.
د غزني امنیتي مسوولینو ویلي چې د دغه ولایت اندړو ولسوالي کې د یوه «فیلډر» موټر د چپه کېدو په پېښه کې دوه کسان مړه شوي دي.
ورته مهال د دغه ولایت مقر ولسوالي کې د یوه مسافر وړونکي ۵۸۰ ډوله بس او بار وړونکي موټر سره د ټکر له امله یو کس مړ او پنځه کسان نور ټپیان شوي دي.
دغه راز، د لغمان مرکز مهترلام ښار کې یو موټرسایکل له پُلچک سره لګېدلی چې په پایله کې یې دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
همدارنګه په هرات کې ځايي سرچینو خبر ورکړی چې د دغه ولایت په انجیل ولسوالي کې یو بار وړونکي موټر ۱۲ کلن هلک لاندې کړی دی.
پر دې سربېره، د دغه ولایت په ادرسکن ولسوالي کې د درېیو جلا ترافیکي پېښو له امله ۱۱ کسان ټپیان شوي چې روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.
په همدې حال کې د بلخ امنیې قومانداني ویلي چې د مزار - حیرتان پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او دري نور ټپیان شوي دي.
د دیادو پېښو علت د چلوونکو بېاحتیاطي او د سړکونو خرابوالی ښودل شوی.




