کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

تېرو شل ورځو کې له ۵۲زرو ډېر افغان کډوال له پاکستانه خپل هېواد ته راغلي

پاکستاني چارواکي وايي، روانه اکتوبر مياشت کې له دغه هېواده ۵۲زرو زيات غیر قانوني افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي. دغه افغانان د تورخم او چمن له لارو افغانستان ته راغلي دی. د پاکستان دولتي راډيو د دې هېواد د لوړپوړو چارواکو له قوله ليکلي، چې دا افغانان وروسته له هغې خپل هېواد ته ستانه شوي، چې د پاکستان حکومت…

2023-10-21 23:38 80۲ دقیقې لوستل
تېرو شل ورځو کې له ۵۲زرو ډېر افغان کډوال له پاکستانه خپل هېواد ته راغلي

پاکستاني چارواکي وايي، روانه اکتوبر مياشت کې له دغه هېواده ۵۲زرو زيات غیر قانوني افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

دغه افغانان د تورخم او چمن له لارو افغانستان ته راغلي دی.

د پاکستان دولتي راډيو د دې هېواد د لوړپوړو چارواکو له قوله ليکلي، چې دا افغانان وروسته له هغې خپل هېواد ته ستانه شوي، چې د پاکستان حکومت یې د وتلو لپاره ضرب الاجل وټاکه.

د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې ټولو غیر قانوني کډوالو ته د نومبر تر لومړۍ نېټې وخت ورکړی، چې له دې هېواده ووځي.

دوی وايي، که چېرته کډوال په ټاکلې موده کې ونه وځي، نو په جبري توګه به يې له دغه هېواده وشړي.

بلخوا ملګرو ملتونو او ګڼو بهرنيو ادارو له پاکستان غوښتي، چې له خپلې خاورې دې افغان کډوال نه وباسي.

له پاکستان د افغان کډوالو د وېستلو پرېکړه د افغان چارواکو له غبرګونو سره هم مخ شوه او د پاکستان له حکومت یې وغوښتل، چې په دې پرېکړې له سره غور وکړي؛ خو پاکستان یې دې غوښتنې ته مثبت ځواب و نه وايه.

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت سرپرست سرفراز بګټي څو ورځې وړاندې يوه خبري کنفرانس ته د خبرو پر مهال وويل، چې د کډوالو د ويستلو په برخه کې هېڅ ډول نرمښت نه شي کولای.

هغه زياته کړه، چې که ټول غیرقانوني کډوال تر ټاکل شوې نېټې له دې هېواده و نه وځي؛ نو جبري ويستلو لړۍ به یې پيل کړي.

بل لوري ته بيا افغان حکومت د کډوالو د راستنېدو لپاره بېړني اقدامات پيل کړي دي.

سرپرست حکومت د راستنېدونکو کډوالو د تنظيم لپاره يو ځانګړی کمېيسون جوړ کړ دی. دغه کمېسيون اوسمهال په تورخم او سپين بولدک کې د کډوالو لپاره د بېړنيو کمپونو د جوړېدو چارې پيل کړي دي.

پاکستان وايي، چې دې هېواد کې شاوخوا يو ميليون غير قانوني افغان کډوال مېشت دي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب