کابل (کوه نور، ۲۰ اسد ۱۴۰۴): د افغانستان د برېښنا شرکت ریئس عبدالباري عمر له طلوع نیوز سره په یوه مرکه کې ویلي چې، تېرو ۱۱ میاشتو کې د برېښنا برخه کې ۶۹ میلیارده افغانۍ پانګونه شوې ده.
عمر ویلي، په یاد شمېر روپیو کې ۷۰ سلنه پیسې له بهر څخه لاسته راغلې دي.
د عمر پر وینا افغانستان دا مهال ۲۵۰ مېګاواټه کورنۍ برېښنا لري او ۸۰۰ مېګاواټه نوره برېښنا له ترکمنستان، ایران، ازبیکستان او تاجیکستان هېوادونو څخه تر لاسه کوي چې له دې کار سره هر کال له ۲۵۰-۲۸۰ میلیونو ډالر مصرفېږي.
نوموړي زیاته کړې، افغانستان د برېښنا برخه کې په بشپړه توګه ځان بساینې ته د رسېدو لپاره له ۶-۷ زره مېګاواټه برېښنا لري او د صنعت له ودې سره د برېښنا دا اړتیا ۱۰ زره مېګاواټو ته رسېږي.
د برېښنا شرکت ریئس له طلوع نیوز سره په خبرو کې ویلي « اوس وخت کې زموږ له ۶ زره نه تر ۷ زره پورې برېښنا ته اړتیا ده. موږ بیا کولای شو چې پر ځان باندې سل سلنه بسیا شو. خو پاتې دې نه وي چې که چېرته زموږ صنعتي پارکونه وسعت پیدا کړي. نوې فابرېکې جوړې شي بیا کېدای شي زموږ اړتیا تر ۱۰ زره میګاواټه واوړي ولې؟ ځکه موږ په صنعت کې داسې فابریکې لرو چې د څلورو ولایتونو برېښنا مو یوې فابریکې ته ورکړې ده.»




