کابل (کوه نور ۲۵ سرطان ۱۴۰۴): د نیمروز ولایت مسوولانو خبر ورکړی، چې د تېرو ۲۰ ورځو په موده کې له ایرانه هېواد ته د "ورېښمو لار" له لارې یو لک او ۲۲ زره افغان کډوال راستانه شوي چې ۲۶ زره یې مجردان دي او ۲۲ زره کورنۍ جوړوي.
د دغه ولایت مسوولانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د راستنېدونکو کډوالو سره د سرپرست حکومت له مالي بودیجې مرسته شوې او نور وړ کسان اړوندو موسسو ته د مرستو لپاره معرفي شوي دي.
په اعلامیه کې لیکل شوي چې دغه راستنېدونکو کډوالو ته په بېلابېلو برخو کې د خدماتو د برابرولو ترڅنګ دوی په وړیا ډول خپلو ولایتونو ته لېږدول کېږي.
اعلامیه کې همدارنګه راغلي، له ایرانه راستنوو شوو افغان کډوالو ته د نورو خدماتو ترڅنګ؛ د خوړو، پاکو اوبو، روغتیا، ترانسپورټ او مخابراتي شبکو په برخه کې د پام وړ اسانتیاوې رامنځته شوې دي او د وېښمو لارې په اوږدو کې د دوی د لنډ مهالې اوسېدنې لپاره منظم ځایونه برابر شوي دي.




