کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

تېرو ۲۴ ساعتونو کې د سېلابونو له امله ۱۷ تنه مړه شوي او ۲۶ ټپيان دي

پېښو سره د مبارزې ادارې خبر ورکړی، چې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د سېلابونو له امله ۱۷ تنه مړه شوي او ۲۶ نور ټپيان دي. د دغې ادارې وياند يوسف حماد ويلي، دغه تلفات په پروان، ميدان وردګ، دايکندي، لوګر، هرات، فراه، بادغيس، غور، سمنګان، سرپل، جوزجان، فارياب او لغمان ولايتونو کې اوښتي دي. نوموړي د…

2026-03-29 08:22 156۱ دقیقې لوستل
تېرو ۲۴ ساعتونو کې د سېلابونو له امله ۱۷ تنه مړه شوي او ۲۶ ټپيان دي

پېښو سره د مبارزې ادارې خبر ورکړی، چې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د سېلابونو له امله ۱۷ تنه مړه شوي او ۲۶ نور ټپيان دي.

د دغې ادارې وياند يوسف حماد ويلي، دغه تلفات په پروان، ميدان وردګ، دايکندي، لوګر، هرات، فراه، بادغيس، غور، سمنګان، سرپل، جوزجان، فارياب او لغمان ولايتونو کې اوښتي دي.

نوموړي دغه راز زياته کړې، همدې موده کې ۳۷ کورونه په بشپړه توګه، ۱۰۰ نور په جزوي او ۱۰ دوکانونه، ۶۰۰ جريبه ځمکه او ۸۰ کيلو متره سرکونه او کوڅې هم تخريب شوي دي.

ورته مهال بیا د هوا پېژندنې ادارې راتلونکو ورځو کې هم د بارانونو ورېدو اټکل کړی دی.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب