کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

تېرو ۴۲ ورځو کې له پاکستانه هېواد ته له ۱۲۸ زرو ډېر افغان کډوال راستانه شوي

د کډوالو نړۍوال سازمان"IOM" خبر ورکړی چې په تېرو ۴۲ ورځو ڪې افغانستان ته له پاکستانه له ۱۲۸ زرو ډېر افغان کډوال لېږل شوي دي. دغه سازمان پر اېکس پاڼه لیکلي چې دغه شمېر افغان کډوال له اپرېل میاشتې نیولې د مۍ تر ۱۲ تاریخه له پاکستانه افغانستان ته را اړول شوي دي. پر اېکس وړاندې لیکل شوي چې په دې ۱۲۸ زره افغانانو کې ګڼ شمېر…

2025-05-14 19:34 106۱ دقیقې لوستل
تېرو ۴۲ ورځو کې له پاکستانه هېواد ته له ۱۲۸ زرو ډېر افغان کډوال راستانه شوي

د کډوالو نړۍوال سازمان"IOM" خبر ورکړی چې په تېرو ۴۲ ورځو ڪې افغانستان ته له پاکستانه له ۱۲۸ زرو ډېر افغان کډوال لېږل شوي دي.

دغه سازمان پر اېکس پاڼه لیکلي چې دغه شمېر افغان کډوال له اپرېل میاشتې نیولې د مۍ تر ۱۲ تاریخه له پاکستانه افغانستان ته را اړول شوي دي.

پر اېکس وړاندې لیکل شوي چې په دې ۱۲۸ زره افغانانو کې ګڼ شمېر یې په زور له پاکستانه ویستل شوي دي.

سرچینې ویلي دوی له ۶۸ زره افغان کډوالو سره د سرپنا، روغتیا، خوړو او نورو برخو کې مرسته کړې وه.

له پاکستانه د افغان کډوالو لپاره ټاکل شوی ضرب الاجل د روان کال د مارچ میاشتې په ۳۱ تاریخ پای ورسېد؛ چې اوسمهال هره ورځ ګڼ شمېر افغان کډوال بیرته هېواد ته را اړول کېږي.

باید وویل شي چې د کډوالو نړۍوال سازمان د غویې په شپاړسمه نېټه د راستنو شوو افغانانو د حالت د ښه والي لپاره د بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې وه.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب