کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

تېرکال هېواد کې د میلیونونو ډالرو په ارزښت صادرات او واردات ترسره شوي

د احصایې او مالوماتو ملي ادارې خبر ورکړی چې هېواد کې د تېر ۱۴۰۳ لمریز کال د حوت میاشتې په اوږدو کې د ۱,۳ میلیارده ډالرو په ارزښت واردات او له ۱۰۰ میلیونه ډالرو څخه په ډېره اندازه صادرات ترسره شوي دي. له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د صادراتو او وارداتو اړوند مالومات یې راټول او تحلیل کړي دي. خبرپاڼه ز…

2025-04-19 19:53 147۲ دقیقې لوستل
تېرکال هېواد کې د میلیونونو ډالرو په ارزښت صادرات او واردات ترسره شوي

د احصایې او مالوماتو ملي ادارې خبر ورکړی چې هېواد کې د تېر ۱۴۰۳ لمریز کال د حوت میاشتې په اوږدو کې د ۱,۳ میلیارده ډالرو په ارزښت واردات او له ۱۰۰ میلیونه ډالرو څخه په ډېره اندازه صادرات ترسره شوي دي.

له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د صادراتو او وارداتو اړوند مالومات یې راټول او تحلیل کړي دي.

خبرپاڼه زیاتوي هېواد کې د تېرکال د حوت میاشتې په اوږدو کې د صادراتو مجموعې اندازه ۱۰۰,۱ میلیون ډالره کېږي او د وارداتو اندازه بیا ۱۰۰۰۳,۱ میلیون ډالرو ته رسېږي.

د احصایې او مالوماتو ملي ادارې د مالوماتو له مخې د صادراتو او وارداتو اندازه د تېر کال د سلواغې میاشتې په پرتله ډېره راکمه شوې ده خو په صادراتو او وارداتو کې د کم د راتللو لامل نه دی مالوم شوی.

د یادې ادارې د مالوماتو په اساس د تېر ۱۴۰۳ لمریز کال د سلواغې میاشتې په اوږدو کې هېواد کې د وارداتو مجموعې اندازه ۱۰۷۶,۲  میلیونه ډالره وه چې د سلواغې میاشتې په پرتله په وارداتو کې ۷۳,۱ میلیون ډالر کموالی راغلی دی.

سرچینې همداراز لیکلي چې په یاده موده کې هېواد کې د صادراتو اندازه ۱۴۴,۲ میلیونه ډالره کېدله چې د تحلیل او تجزیې له مخې پکې د تېرکال د سلواغې میاشتې په پرتله ۴۴,۱ میلیون ډالر کموالی راغلی دی.

د یادونې وړ ده چې په تېر ۱۴۰۳ لمریز کال کې تر ټولو ډېر صادرات هند، پاکستان او متحده عربي اماراتو ته شوي او تر ټولو ډېر واردات بیا له ایران، چین او پاکستان هېوادونو څخه ترسره شوي دي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب