کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

تېر کال بدخشان کې د ترافیکي پېښو له امله سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د بدخشان ولایت ځایې مسوولانو خبر ورکړی چې تېر ۱۴۰۳ کال کې د یاد ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې د ۱۱۴ ټرافیکي پېښو له امله ۱۲۰ تنه مړه او ۱۶۷ نور ټپیان شوي دي. ددغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند احسان الله کامګار له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې تېر کال یې په یاد ولایت کې د ټرافیکي پېښو د کموالي په موخه ۲۰۰ ټرافیکي…

2025-04-06 19:02 80۱ دقیقې لوستل
تېر کال بدخشان کې د ترافیکي پېښو له امله سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د بدخشان ولایت ځایې مسوولانو خبر ورکړی چې تېر ۱۴۰۳ کال کې د یاد ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې د ۱۱۴ ټرافیکي پېښو له امله ۱۲۰ تنه مړه او ۱۶۷ نور ټپیان شوي دي.

ددغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند احسان الله کامګار له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې تېر کال یې په یاد ولایت کې د ټرافیکي پېښو د کموالي په موخه ۲۰۰ ټرافیکي لوحې نصب کړي.

کامګار همداراز ویلي چې تېرکال یې د موټر چلونکو لپاره د موټر چلولو درې زره او ۳۳۹ جوازونه ویشلي او دوه زره او ۱۶۰ تنه یې د ټرافیکي زده کړو له کورسونو څخه فارغ کړي دي.

دا خبر په داسې حال کې ورکول کېږي چې په هېواد کې د سږني اختر په ورځو او شپو کې د ټرافیکي پېښو له امله ۱۸۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب