د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی چې په تېر ۱۴۰۳ کال کې د افغانستان او هند هېواد تر منځ د ۸۹۰ میلیونه امریکایې ډالرو په اندازه سوداګریزه راکړه-ورکړه ترسره شوې ده.
د یاد وزارت ویاند عبدالسلام جواد په یوه ویډیوې کلیپ کې ویلي چې د هند او افغانستان ترمنځ د تېر کال په سوداګریزه راکړه ورکړه کې ۶۲۷ میلیونه ډالره صادرات او ۲۶۳ میلیونه ډالره واردات شامل و چې مجموعي اندازه یې ۸۹۰ میلیونه ډالره کېږي.
د جواد په وینا هند ته له افغانستانه په دغه صادراتو کې تر ډېره انځر، انجه، د انجې تخم، زعفران، ممیز، زیره او بادام موجود وو.
د نوموړي په وینا د له هنده افغانستان ته د وارداتو ډېره برخه بوره، د صنعتي فابریکو خام توکي، د کتان ټوټه، د موټرو پُرزې، ماشین الات او نور شیان جوړوي.




